د پکتیا امنیتي چارواکي وایي چې وسلهوالو طالبانو د دغه ولایت د احمد خېلو ولسوالۍ پر پوستې برید کړی.
د دغه ولایت د امنیت امر سمونوال محمد ایوب نن ازادي راډيو ته وویل، تېره شپه نېږدې درې سوه وسلهوالو طالبانو د احمد خېلو ولسوالۍ د ترکاڼۍ سیمې پر امنیتي پوستې حمله وکړه چې د افغان ځواکونو او وسلهوالو په نښته کې ۳۰ وسلهوال وژل شوي دي.
ښاغلي ایوب وویل چې د پوستې د لوړوالي له امله په دغې نښته کې افغان ځواکونو ته ډېر زیان نهدی رسېدلی خو ۴ تنه پولیس په سطحي توګه ټپیان شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.