د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، د ناوې ولسوالۍ د ودانۍ محاصره یې تېره شپه شاوخوا یوه بجه ماته کړې چې په نتیجه کې یې مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د والي ویاند عمرځواک نن سهار ازادي راډیو ته وویل، په ناوې ولسوالۍ باندې وسله والو مخالفینو ډله ییزه حمله کړې وه چې د شاوخوا اتیاوو مخالفینو په مرګ ژوبلې سره د یادې ولسوالۍ د ودانۍ محاصره ماته شوه او په سیمه کې افغان پوځیان برلاسي شول.
له ښاغلي ځواک سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې او په سر کې یې د ناوې ولسوالۍ د ودانۍ د محاصرې د ماتېدو په اړه د تازه جزییاتو پوښتنه کړې ده.
Your browser doesn’t support HTML5