کاناډایي پولیسو هغه سړی په ډزو وواژه چې د چارواکو په وینا غوښتليې د خلکو په یوه عامه ځای کې ځانوژونکې حمله ترسره کړي.
دا پېښه پرون ناوخته د ټورنټو جنوب لوېدیځ په ۲۲۲ کېلو مټرۍ کې د ستراتوري په یوه ښار ګوټي کې وشوه او د پېښې ځای ته په لسګونو پولیس او پوځي پولیس استول شوي وو.
د کاناډا پولیسو مخکې ویلي و چې د یوې ترورېستي حملې په اړه د کره شواهدو له ترلاسه کولو وروستهیې یوه احتمالي حمله شنډه کړه.
د پولیسو یوه چارواکي د نوم نهښودلو په شرط اسوشېټېډ پرېس اژانس ته وویل چې دغه سړي غوښتل چې د خلکو د راټولېدو په یوه عامه ځای کې بمي چاودنه وکړي.