ترکي چارواکو امریکا او اروپايي ټولنې ته سخت خبرداری ورکړی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او نورو ترکي چارواکو د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې ته سخت خبرداری ورکړی او وایي، د تېرې میاشتې ناکامې کودتا په وړاندې غبرګون کې یې ډېرې تېروتنې کړي دي.

زرګونه کسان چې د ترکيې بېرغونه‌یې ښورول پرون په انقره کې د جمهوري ریاست ماڼۍ په مخ کې راټول شوي وو څو د اردوغان هغه غوښتنه واوري چې له متحده ایالتونو یې د مذهبي مشر فتح‌الله ګولېن د ورسپارلو لپاره کوله.

نوموړی چې انقرې د دغې کودتا اصلي طراح بللی، په خپله خوښه په متحده ایالتونو کې اوسي.

ګولېن په دغې کودتا کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

اردوغان راټول شویو خلکو ته په وینا کې وویل چې ژر یا وروسته به متحده ایالات یو غوره کوي ترکیه یا ګولېن.

په عین حال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولوت چاوش اوغلو دولتي انادولیا خبري آژانس ته وویل چې اروپایي ټولنې د ترکیې پر سیاستونو له انتقاد کولو سره جدي تېروتنې کړي دي.

دغه تندې څرګندونې یوازې څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې اردوغان د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په دوه اړخیزو اړیکو کې د راپورته شویو خنډونو د لیرې کولو لپاره له روسیې کتنه وکړه.