روسیه د سوریې حلب کې د ورځې ۳ ساعته جګړه دروي

روسیه وايي، ځواکونه به‌یې د سوریې د جګړه ځپلي ښار حلب شاوخوا سیمو کې د ورځې د درې ساعتونو لپاره جګړه دروي څو دې ښار ته د بشري مرستو رسولو ته لاره هواره کړي.

د روسیې دفاع وزارت یو لوړپوړی چارواکی سرګي رودسکوي وايي، د هوايي بمبارۍ او توپخانې په شمول به دوی خپل ټول پوځي اقدامات په سیمه‌ییز وخت له لسو بجو د ماسپښین تر یوې بجې پورې ودروي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر سټېفن اوبراین وايي، لږترلږه په جګړه کې ۴۸ ساعته ځنډ په کار دی څو مرستې په لاریو کې بار شي او ښار ته ورسول شي.

همدارنګه لارۍ او مرستندویه کارکوونکي باید بېرته له ښاره ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی د حلب ښار ته د بشري مرستو د رسولو په هدف چې ورته حیاتي اړتیا ده، په جګړه کې د هر ډول وقفې هرکلی کوي خو دا وقفه باید ټولې غاړې مراعات کړي.

روسیې وروسته له هغې دا اعلان وکړ چې ملګرو ملتونو حلب ته د اوبو رسولو او برېښنا شبکې ترمیم لپاره په سمدستي توګه په جګړه کې د وقفې غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو په وینا په حلب ښار کې شاوخوا دوه میلیونه خلک له حیاتي اکمالاتو پرته ایسار دي.