پوتین: اوکراین د سولې پر ځای د وېرې خپرولو لاره خپله کړې

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د اوکراین حکومت تورن کړی چې د سولې پرځای یې د وېرې خپرولو لاره خپله کړې ده.

نوموړي خبرداری ورکړی چې مسکو به د کریمیا ټاپو وزمې د امنیت خوندي کولو لپاره "جدي" اقدامات وکړي.

پوتین پرون په مسکو کې د ارمنستان له ولسمشر سرژسرکیسیان سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل:

"دا یوه ډېره خطرناکه لوبه ده. دا بیخي واضح ده چې موږ به د تأسیساتو او اتباعو د امنیت د خوندي کولو لپاره هرڅه ترسره کړو. موږ به نور امنیتي اقدامات هم وکړو او هغه به هم جدي اضافي اقدامات وي."

پوتین دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د روسیې د فدرالي امنیت ادارې وویل، د روسیې د امنیتي ځواکونو دوه تنه په کریمیا کې په دوو جلا پېښو کې وژل شوي.

دوی دا پېښې په کریمیا کې د خرابکارانو د موندلو لپاره د اوکراین د حکومت ناکامې هڅې بللي دي.

د روسیې د فډرالي امنیت ادارې ویلي هغه "ترهګریز بریدونه" چې مهم بنسټونه‌یې په نښه کړي، د اوکراین د دفاع وزارت د دفاعي استخباراتي ادارې له‌خوا رهبري شوي دي.

د اوکراین ولسمشر پیټرو پروشینکو د روسیې تورونه "خیالي" او د اوکراین خلاف د نورو پوځي ګواښونو لپاره بهانه بللې ده.

د اوکراین د دفاع وزارت ویلي، د روسیې د فډرالي امنیت ادارې تورونه د دې هېواد له‌خوا د شوي تېري لپاره د توجیې لټولو هڅه ده او غواړي کریمیا ته چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې روسیې د خپل هېواد برخه اعلان کړه، په دې پلمه پوځې کنډکونه واستوي.