ډیفینس ون: د افغانستان وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي

ډیفینس ون انټرنېټي خپرونه، د افغانستان وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي، تر سرلیک لاندې مطلب په دې پوښتنې سره پیلوي چې که دې هېواد ته نور په میلیارډونو ډالر ورکړل شي او هلته په زرګونو امریکایي سرتېري پریښودل شي ایا دا به تر ټولو غوره لاره وي چې موږ امن کړي؟

خپرونه لیکي:

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت د جولای په پنځلسمه په دې هېواد کې د ملکي تلفاتو په اړه خپل درې میاشتنی رپوټ خپورکړ.

د هغه هېواد چې د ملکیانو د استوګنې له پلوه یود نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد دی.

د خپرونې په وینا په دغه راپور کې څېړونکو د افغانستان وضعیت له هغه څه چې څارونکو او امریکایي چارواکو یې تمه کوله له هغې هم خطرناک بللی و، په دې معنی چې د ۲۰۱۶ کال د جنوري له لومړۍ تر جون میاشتې پورې ۱۶۰۱ ملکیان وژل شوي او ۳۵۵۶ نور ټپیان شوي و.

ډیفینس ون خپرونه لیکي:

دا د تېر کال کال د لومړېو شپږو میاشتو په نسبت په سلو کې څلور زیاتوالی ښیي.

د خپرونې په وینا دا یواځې هغه دردونکې وروستۍ شمېره نه ده چې ملګري ملتونه یې په وروستي راپور کې خپروي بلکه له دې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د امریکا حکومت په راپورونو کې د افغانستان وضعیت له پنځلسو کلونو وروسته چې په دې هېواد کې امریکا او د هغې د ناټو متحدینو پوځي هڅې پیل کړي، ډېر خطرناک یاد کړی.

خپرونه وړاندې لیکي:

دغه وضعیت د امریکا د ولسمشر بارک اوباما اداره اړ ایستله چې د مخکیني پلان خلاف یو زیات شمېر سرتیري په افغانستان کې وساتي او زیاتوي داسې ښکاري چې دغه اداره په دې اړه چې په افغانستان کې د امریکا لاس ته راوړنې په څه ډول یقیني کړي او هغه وساتي، مبهه ده.

ډیفینس ون وړاندې لیکي:

د افغانستان د امن کولو لپاره د شاوخوا اویا میلیارډ ډالرو له لګولو سره سره واشنګټن افغانستان ته د یوه داسې هېواد په توګه ګوري چې نه شي کولای د خپل ځان دفاع وکړي.

د بریتانیا دفاع وزیر مایکلن فالن ویلي، دا به مناسب وخت نه وي چې افغانستان یواځې پریښودل شي خو پوښتنه دا ده چې ایا کله به هم مناسب وخت راورسیږي چې له دې هېواده ووځو؟

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په کوټه کې پر وروستۍ خونړۍ حملې تمرکز کړی او تردې سرلیک لاندې چې د یوه ښار د وکیلانو یو نسل په پاکستان کې ووژل شو، په یوه مطلب کې لیکي:
بلوچستان هغه ایالت دې چې زښت زیات وکیلانو ته اړتیا لري. واشنګټن پوست لیکي:

بلوچستان هغه لوی ایالت دې چې له څو لسیزو راهیسې د بیلتونپالو له شخړو سره مخامخ دی، خلک په کې تښتول کیږي، پر مذهبي اقلیتونو حملې کیږي او چارواکي یې هم تر ډېره حده په فساد ککړ دي.

د واشنګټن پوسټ په وینا دې ته په پام سره وکیلان یواځې هغه طبقه ده چې دې ایالت ته د عدالت بڼه ورکوي خو تر شپیتو پورې یې یواځې په یوه حمله کې چې د تېرې دوشنبې په ورځ د مرکز کوټې پر روغتون وشوه، وژل کیږي.

واشنګټن پوسټ د بلوچستان د وکیلانو د ټولنې د یوه غړي برخوردارخان چې په خپله له دغې حملې روغ پاتې شوې خبره را اخیستې چې ویلې یې دي، ټول وژل شوي لوړپوړي او تجربه لرونکي وکیلان و او اکثره یې هم د وکیلانو په لومړي نسل پورې مربوط و.