ترکیه کې چاودنې ۳ ترکي سرتېري وژلي

د ترکیې په جنوب ختیځ کې د یوې چاودنې په نتیجه کې درې ترکي سرتېري وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

دا چاودنه د عراق له شمالي سرحد سره د ترکیې په شرناق Sirnak ولایت کې شوې ده.

امنیتي چارواکي وایې دا په کور کې جوړ شوی بم وو چې پر یوه پوځي زريي موټر والوزول شو.

په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي و چې پنځه سرتېري وژل شوي او اته تنه ټپیان دي.

د ترکیې امنیتي چارواکي وایې دوی ګمان کوي چې دغه چاودنه د کردستان د کارګر منع شوي ګوند یا پې کې کې یاغیانو لخوا شوې وي.

ترکیه، اروپایې ټولنه او متحده ایالات پې کې کې یو تروریستي سازمان ګڼي.