د افغانستان د مالیې وزیر په پنځمه اقتصادي غونډه کې د ګډون په هدف ایران ته تللی دی.
د یاد وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی وایي چې په دغه غونډه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي، سوداګریزو، ګمرکي او د انرژۍ په برخو کې پر بېلابیلو موضوعاتو خبرې وشي.
په تهران کې د افغانستان او ایران ګډه اقتصادي غونډه پرون پیل شوې او دوه ورځې به دوام وکړي.
اجمل حمید عبدالرحیمزی وایي چې په دغه غونډه کې به همدا راز هڅه وشي چې د ایران او افغانستان ترمنځ په اقتصادي برخو کې موجوده ستونزو ته مناسبه حل لاره وموندل شي.