زمریال: هلمند کې درې زره کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوي

د هلمند د کډوالو چارو ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د وروستیو جګړو له کبله درې زره کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

د هلمند د کډوالو چارو رییس نقیب الله زمریال ازادي راډیو ته وویل چې دغه کورنۍ په تېرې یوې اوونۍ کې د نادعلي، ناوې او ګرمسیر ولسوالیو څخه بې ځايه شوي او دا مهال د لښګرګاه ښار په شاوخوا سیموکې اوسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرې یوې اوونۍ په هلمند کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ سختې جګړې روانې دي.