د ګردیز ـ پټان سوداګریزې لارې امنیت په اړه اندېښې

د پکتیا د اقتصاد ریاست مسولین وايي چې ځینې وخت د ګردیز ـ پټان سوداګریزه لار د افغان سوداګرو پر مخ د وسله والو لخوا تړل کېږي.

د یاد ولایت د اقتصاد ریاست مشر نصیراحمد عالمیار نن ازادي راډیو ته وویل چې د پټان لارې د بندیدو له امله هر سوداګرو په ورځ کې ۶۰۰۰ افغاني زیان ویني.

نوموړی وویل چې د ګردیز ـ پټان له لارې سوداګرو تېر کال د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات هند، پاکستان او چین ته لېږلي وو.