احمدي: پولیسو د نشه یي توکو ۴ بهرني قاچاق وړونکي نیولي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه توکو پروړاندې د مبارزې معنیت وایي، د مخدره موادو څلور بهرني قاچاق کوونکي یې نیولي دي.

د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې معین باز محمد احمدي نن په کابل کې یویې خبرې غونډې ته وویل چې نیول شوي کسان دوه پاکستانیان، یوه ایرانی او یو ترکی وګړی دی.

ښاغلی احمدي وايي چې د نشه توکو پرواندې د مبارزې معنیت ځانګړو ځواکونو په دیارلسوه پنځه نوویم کال کې دوه پولیس او د ملي اردو پنځه سرتېري هم د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.

د نشه توکو پروړاندې د مبارزې معین همدا راز د دیارلسوه پنځه نوویم کال د لاسته راوړنو د تشریح پرمهال وویل چې نا امنۍ د نشه توکو پروړاندې مبارزه له ستونزو سره مخ کړې ده.