د افغانستان د ملي امنیت سلاکار تاجکستان ته ولاړ

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن په یوه ورځني رسمي سفر تاجکستان ته ولاړ.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی اتمر به ددغه سفر پرمهال له تاجکستاني چارواکو سره د امنیتي همکاریو د پراختیا او د تروریزم پر وړاندې د ګډې مبارزې په برخه کې خبرې وکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په دغه سفر کې به د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ګډې پولې د امنیت د خوندیتوب په اړه هم خبرې وشي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د سیمه ییزو هېوادونو د همکارۍ د جلب په هدف په همدې اوونۍ کې ایران ته هم سفر کړی و.