کرملین وایي، پوتین او تریزا مې به په لنډ راتلونکې کې سره وګوري

کرملین وایي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بریتانیا صدراعظمې تریزا مې موافقه وکړه چې په لنډ راتلونکې کې سره وګوري او د مسکو او لندن ساړه روابط تاوده کړي.

د روسیې او بریتانیا اړیکې د اوکراین او سوریې د پېښو پر سر ساړه شوي دي.

دواړو مشرانو د سې شنبې په ورځ په ټیلیفون خبرې وکړې او سره ویې منله چې راتلونکې میاشت به په چین کې د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادو د غونډې ترڅنګ وګوري.