دفاع وزارت: د ناوې ولسوالۍ به په بشپړه توګه له وسله والو پاکه شي

د افغانستان دفاع وزارت چې د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عملیات روان دي او هڅه کیږي چې دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه له وسله والو پاکه شي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش نن ازادي راډیو ته وویل چې د هلمند د ګرشک او سنګین ولسوالۍ هم د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

د ښاغلي رادمنش په خبره د هلمند په مرکز لښګرګاه هم امنیت وضعیت نسبتا ښه دی.

هلمند له څو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ د سختو جګړو شاهد دی.