د مسکو ګڼ شمېر ښاریانو د ترورېزم ضد پر نوي قانون اعتراض وکړ

د مسکو ګڼ شمېر ښاریانو پرون په دې هېواد کې د ترورېزم ضد پر نوي قانون د اعتراض لپاره غونډه وکړه.

دا اعتراض کوونکي د مسکو په یوه باغ کې راغونډ شوي وو.

هغوی دا قانون د روسانو پر مدني ازادیو او د خلکو پر شخصي حریم د حملې هڅه بللی دی.

په روسیه کې د ترورېزم ضد قانون کې تعدیلات تېره میاشت د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لوري توشیح شول.

په دې نوي قانون کې د ترورېزم او افراطي فعالیتونو لپاره سخت مجازات په پام کې نیول شوي دي.

په دې قانون کې د ځيني ځانګړو مواردو یادونه شوې چې که یو څوک ورڅخه خبر وي او حکومت ته خبر ورنه کړي، هغه هم مجرم پيژندل کیدلای شي.

دا قانون د حکومت نظارتي امکاناتو ته هم پراختیا ورکوي او د مخابراتي شرکتونو له مسوولانو غواړي چې د خلکو ټیلیفوني مکالمې، مسجونه، تصاویر او ویډیوګانې لږ تر لږه شپږ میاشتې ورسره وساتي.

په مسکو کې مظاهره چیانو پرون د "مرګ په سیاسي ځپلو" شعارونه ورسره لیږدول.