د غور په پسابند کې چارواکي وايي چې پوځي ځواکونه ور ورسېدل

د غور په پسابند ولسوالۍ کې چارواکي وايي چې نوي پوځي ځواکونه ور ورسېدل.

د پسابند ولسوال فرید افغانیار پرون سې شنبې ازادي راډیو ته وویل چې نوي ور رسېدلي ځواکونه به د هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات وکړي چې وسله والو طالبانو لاندې کړي دي.

ښاغلي افغانیار ټینګار وکړ چې پسابند ته د دې ځواکونو له ور رسېدو سره د ولسوالۍ د سقوط خطر له منځه تللی او د ملي اردو هليکوپټرو د وسله والو طالبانو پر مورچو د توغندیو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د پسابند امنیه قوماندان عبدالواحد هم ډاډ ورکړی چې د ولسوالۍ د سقوط خطر نشته او څرګنده یې کړه چې بیګا په نښتو کې د امنیتي ځواکونو ۱۰ غړي او ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.