په مزارشریف کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي رومي د ژوند او هنري اثارو په اړه د نړیوال کنفرانس لپاره تیاری پیل شوه.
د مسؤلانو په وینا،د دې کنفرانس هدف هغو هېوادونو ته د مولانا د اصلي هویت او پلرني ټاټوبي څرګندول دي چې په یونسکو کې یې د هغه د هنري اثارو د ثبت مسئله راپورته کړې وه.
د دې کمېسیون غړي ذبیح الله احساس پرون سې شنبې ازادي راډیو ته وویل:
"موږبه د راتلونکې میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د مولانا جلالدین محمد بلخي د ژوند او هنر د پيژندنې لپاره د نړیوال کنفرانس شاهدان یو. دا کنفرانس د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا د اقتصادي همکاریو د نړیوال سازمان او د بلخ ولایت په ملاتړ جوړیږي."
د اقتصادي همکاریو نړیوال سازمان "ایکو" چې په بلخ کې یې د مولانا د ژوند او هنر په اړه د نړیوال کنفرانس د جوړېدو ملاتړ کړی د افغانستان، پاکستان، ترکیې او اذربایجان په ګډون لس غړي لري.
په بلخ کې په دې نړیواله غونډه کې به د ایکو د غړېو هېوادونو استازي برخه واخلي.
ایران او ترکیې څو میاشتې مخکې، هڅه وکړه چې د مولانا هنري اثار د ملګرو ملتونو د تعلیمي، ساینسي او فرهنګي چارو په ادارې [یونسکو] کې د ځان په نوم ثبت کړي خو افغانستان اعتراض وکړ.