د ترکیې او روسیې ولسمشرانو روسیه کې سره وکتل

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، هېواد یې له روسیې سره په اړیکو کې یوه ستو نزمن پړاو ته داخل شوی و او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري به په سیمه کې د ستونزو له هوارېدو سره مرسته وکړي.

اردوغان دغه څرګندوني نن د روسیې په سنت پترزبورګ ښارکې د روسیې له ولسمشر ولادمیرپوتین سره له کتنې مخکې وکړې.

دواړو مشرانو د خبرو له پیلیدو مخکې رسنیو ته د یو لړمهمو مواردو یادونه وکړه.
پوتین وویل:

"ستاسو نننۍ سفر هغه هم په داسي وخت کې چې په ترکیه کې سیاسي حالات ډېر ستونزمن دي، د دې ښکاروندویي کوي چې موږ د روسیې او ترکيې د خلکو ګټو ته په پام سره غواړو چې خبري پیل او اړیکي بېرته ښه کړو."

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل:

"د جولای د پنځلسمې له ناکامي کودتا لږځنډ وروسته ستاستو ټلیفون زه په خپله، زما همکاران او زموږ خلک ډېرخوشحاله کړل."

دغه کتنه وروسته له هغې ترسره کېږي چې د سوریې پولې ته نږدې د یوې روسي الوتکې د نسکوریدو او د هغې د یوه پیلوټ د وژل کېدو پرسرد دواړو هېوادونو په اړیکو کې کړکیچ اوج ته رسېدلی و.

د ترکیې ولسمشر د روسیې تاس خبري اژانس ته ویلي چې په اقتصادي، پوځي او فرهنګي برخو کې به د دواړو هېوادونو اړیکې پراختیا ومومي.