ترکیي د ګولین په اړه پر امریکا فشارونه زیات کړي

ترکیې د امریکا په متحدو ایالتونو فشارونه زیات کړي چې هغه مذهبي مشر ور وسپاري چې انقرې د جولای د پنځلسمې نېټې په ناکامه کې کودتا کې په لاس لرلو تورن کړی دی.

د ترکیې د عدلیې وزیر باقر بوزداګ وویل، دې هېواد ته د فتح الله ګولین د سپارل کېدو د مسئلې په اړه په ترکیه کې د امریکا ضد احساسات اوج ته رسېدلي او د دې خطرشته چې هغه کرکه را وپاروي.

هغه دولتي انادولیا خبري اژانس ته دغه راز نن وویل چې که واشنګټن د ګولین له سپارلو ډډه وکړي، له انقرې سره به خپل ایتلاف قرباني کړي.

ترکیې چې د ګولین غورځنګ يې یو تروریستي سازمان نومولی، د هغه د ورسپارلو غوښتنه کوي چې په هېواد کې دننه یې محاکمه کړي.

واشنګټن ویلي، په دغه کودتاه کې د هغه د لاس لرلو په اړه باید ورته اسناد او شواهد وړاندې شي.

ګولین په دغه کودتا کې چې له ۲۷۰ زیات کسان په کې ووژل شول، خپل لاس لرل رد کړي دي.