په کابل کې امریکايي پوهنتون د دغه پوهنتون د دوو تښتول شویو استادانو د اعتراض په غبرګون او د امنیتي ګواښونو له امله خپل فعالیتونه د موقت وخت لپاره درولي دي.
په کابل کې د امریکايي پوهنتون یوه استاد ظریف امینیار نن ازادي راډيو ته وویل دغه پریکړه د لنډ مهال لپاره شوې ده:
"د امریکايي پوهنتون د پالیسۍ له مخې درس باید هغه ځای کې ورکړل شي چې هلته د ځان اومال امنیت په کې خوندي وي، د یوه لنډ مهال لپاره پریکړه پر دې شوه چې د پوهنتون فعالیتونه وځنډول شي."
په کابل کې د امریکايي پوهنتون دوه استادان چې یو امریکايي او بل یې اسټرلیايي و دوه ورځېوړاندې د دارالامان له سیمې لادرکه شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د یرغملو د موندلواو خلاصون لپاره هڅې تیزې شوې دي.