کونړ کې لسګونه مېرمنې له حرفوي زده کړو فارغه شوې

د کونړ مرکز کې له سلو زیاتې مېرمنې د حرفوي او سواد زده کړې له کورسونو فارغې شوې.

د کونړ د پوهنې رئیس سید جمال الدین حسني راټولو شوو ښځو ته وویل چې د افغانستان د پوهني وزارت دا دنده لري چې هریو تن ته د سواد زده کړې پروګرام ورسوي، څو ټول د لیک لوست له نعمت څخه برخمن شي:

"زموږ د معارف ریاست یو اساسي هدف دادی چې په کلیو او بانډو کې او په ډېرو لرو سیمو کې باید موږ د سواد زده کړې نعمت ټولو ته ورسوو."

سید جمال الدین حسني وویل کومې یو سل او شل مېرمنې چې د سواد زده کړې او خیاطۍ له کورسونو فارغې شوي باید خپلو کورونو او کلیو کې نورو مېرمنو ته د سواد د اهمیت په اړه معلومات ورکړي.

یادو مېرمنو ته دخیاطۍ ماشینونه او نور وسایل هم ورکړل شول.