وزیري: لښکرګاه به هیڅکله هم د طالبانو لاس ته ونه لویږي

د افغانستان دفاع وزارت ډاډ ورکوي چې د هلمند مرکز لښکرګاه به هیڅکله هم د وسله والو طالبانو لاس ته ونه لویږي.

دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال د یو شمېر سرچینو په حواله وایي چې په هلمند کې روانه جګړه مرکز لښکرګا ته نږدې شوې ده.

د هلمند د جګړې د روان وضعیت په اړه زموږ همکار اسدالله لودین د دفاع وزارت له ویاند جنرال دولت وزیري سره مرکه کړې او په سر کې ترې پوښتلي چې په هلمند کې د جګړې تازه حال څه دی؟

Your browser doesn’t support HTML5

له جنرال وزیري سره مرکه