د یلتا هوایي شرکت ښایي نورې الوتنې هم لغوه کړي

د یلتا هوایي شرکت چې د یوې کمپیوټري ستونزې له امله یې په نړۍ کې ډیرې الوتنې لغوه شوي خبردارې ورکوي چې ښایي نورې الوتنې هم لغوه کړي.

په امریکا کې میشت دغه شرکت چې یو د نړۍ له لویو شرکتونو دی ویلي چې نن به له سلو زیاتې الوتنې لغو کړي او دوه سوه نورې به وځنډیږي.

دیلتا په یوه خبرپاڼه کې چې پرون ناوخته یې خپره کړي ویلي چې سیسټم په بشپړه توګه بېرته فعال شوی او الوتنې هم څو ساعته مخکې پیل شوي خو د رغونې د هڅو له دوام سره به د الوتنو لغو کیدل او ځنډیدل هم دوام وکړي.

په اتلانتا کې د دوشنبې په ورځ د دغه شرکت په تاسیساتو کې د بریښنا قطع کیدو د دې شرکت نړیوال کمپیوټري سیستم هم د څو ساعتونو لپاره له کاره غورځولی و چې په نړۍ کې د نه سوه الوتنو د لغو کیدو سبب شو او مسافریې هم اړکړل چې په هوایي ډګرونو کې ایسارپاتې شي.