د غور پساند ولسوالۍ د احتمالي سقوط په اړه اندېښنې

د غور سیمه ییز چارواکي خبر داری ورکوي که د دغه ولایت پسابند ولسوالۍ ته تازه دمي سرتیري ونه رسیږي امکان لري چې یاده ولسوالۍ سقوط وکړي.

د غور والي غلام ناصر خاضع نن ازادي راډيو ته تاییده کړه چې د تېرې شپې په جګړه کې د دغې ولسوالۍ دوه امنیتي پوستې له سختو جګړو وروسته د وسله والو مخالفانو لاس ته ورغلې دي.

هغه زیاتوي د جای جنګ او مدیرا د پوستو د سقوط په جکړه کې یوشمېر افغان امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده، خو نوموړي د مرګ ژوبلې کره شمیره ونه ښوده.

د غور والي وايي دامهال نږدې څلورسوه افغان امنیتي سرتیري په ولسوالۍ کې د محاصرې په حال کې دي.