د لوګر د ولایتي شورا غړي وايي چې په ازارې ولسوالۍ کې د پاکستانۍ هلیکوپترې د یرغمل شوې عملې د خلاصون لپاره وسله والو طالبانو خپل شرایط مطرح کړي.
د ولایتي شورا غړي عبدالولي وکیل نن ازادي راډیو ته که څه هم د شرایطو په اړه زیات معلومات ورنه کړل، خو وویل چې شرایط هیله بخښوونکي دي:
"دوی خپل شرایط مطرح کړي دا به له وخت مخکې خبره وي چې دوی هغه محرم شرایط چې د خبرو لپاره وړاندي کړي پرې خبرې وکړو، خو دومره ویلی شم چې شرایط هیله بخښوونکي دي."
ښاغلي وکیل وايي چې د یرغمل شویو کسانو له ډلې دوه تنه یې یو څه ناروغه شوي، خو د اړتیا وړ درمل ورته رسېدلي دي.
نوموړی وایي چې له طالبانو سره د دغو تښتولو شوو کسانو په اړه خبرې د ازرې د قومي مشرانو له خوا پیل شوي دي.
د تېرې پنجشنبې په ورځ د لوګر د ازارې ولسوالې په غرنۍ سیمه کې یوې پاکستانۍ هلیکوپترې بیړنۍ ناسته وکړه چې د یو روسي په ګډون یې د دې هلیکوپترې اوو تنه عمله دوسله والو طالبانو لاس ته رواغلل.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.