د فاریاب امنیتي چارواکي وايي چې په مرکز میمنې ښار کې یې د انتحاري حملو یو طراح او تنظیمونکی نیولي دی.
د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش ازادي راډیو ته وویل چې نیول شوی کس محمد خالد نومیږي او د ښار په دریمه ناحیه کې په خپل کور کې له ۲۵ کیلوګرامه چاودېدونکو موادو سره نیول شوی.
ښاغلي یورش زیاتوي چې خالد په فاریاب ولایت کې د ملا احسان الله توفان له هغې ډلې سره کار کاوو چې په د دغه ولایت کې انتحارې حملې تنظیمولې.
تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې د پروان د عامه نظم مسوولین وايي د وسله والو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې دوه ولسي وګري ټپیان شوي دي.