د ایران او روسیې ولسمشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا وستایله.
حسن روحاني او ویلادمیر پوتین پرون دوشنبې د ازربایجان په پلازمینه باکو کې سره وکتل.
روحاني په یوه خبري غونډه کې وویل:
"خوښ یم چې د نوي کال په لومړیو میاشتو کې د دوه اړخېزو اړیکو د پراختیا شاهد یم."
پوتین هم له ایران سره د اړیکو د پراختیا ستاینه وکړه، ویې ويل:
"زموږ د دوستۍ اړیکې پراخیږي. دا ډېره د پاملرنې وړ ده چې په مختلفو برخو کې اړیکې پیاوړي کېږي."
د راپورونو له مخې په اوس وخت کې د روسیې او ایران ترمنځ د سوداګري راکړه ورکړه شاوخوا دوه میلیارډ ډالره ده.
د یوه بل خبر له مخې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وایي، دی لیواله دی چې د کسپین سمندرګي په سیمه کې د انرژۍ او ټرانسپورت د نوېو پروژو په اړه له خپلو سیالانو د آزربایجان او ایران له ولسمشرانو سره خبرې وکړي.
درې واړو مشرانو وویل چې نوی چوکاټ به د اړیکو له پیاوړي کېدو سره مرسته وکړي.
دا لومړی ځل دی چې د دغو هېوادونو مشران د ازربایجان په پلازمینه باکو کې غونډه کوي.
چارواکې هیله من دي چې دغه خبرې به د هغې ټرانزیټي نوې لارې جوړېدل ګړندي کړي چې له ازربایجان او ایرانه تیریږي او ورسره به په تیره بیا هند ته د روسیې د سوداګرۍ مالونو د لیږد په لګښتونو کې د پام وړ کموالی راشي.