روسیه: د پاکستانۍ هلیکوپټرې عمله له ګواښ سره نه دی مخ 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د یوه روسي په ګډون د پاکستانۍ هلیکوپټرې د عملې اوو برمته شوېو غړېو ژوند له ګواښ سره نه دی مخامخ.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، ډېرو سرچېنو دا مسئله تایید کړې چې د طالبانو له خوا د برمته شوېو ژوند ته ګواښ نه دی متوجه او د خلاصون لپاره یې هڅې تېزې شوي دي.

د افغان ولسمشر په امر افغان امنیتي ځواکونو د دغې پاکستانۍ هلیکوپټرې چې د تخنیکې ستونزو له کبله د تېرې پنجشنبې په ورځ د لوګر په ازره ولسوالۍ کې اضطراري کښیناستو ته اړ شوې وه، د برمته شوې عملې د موندلو او خلاصون لپاره په لوګر او څنګلورو ولایتونو کې عملیات پیل کړي او دغه راز یو دولتي کمېسیون هم د دې پېښې په اړه څېړنه کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري تېر ماښام ناوخته په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"اساسي خبره دا ده چې پاکستانۍ هلیکوپټرې ته اجازه ورکړل شوې چې د افغانستان له فضا نه عبور وکړي او په همدغه تاریخ په همدغه نېټه په همدغه ساعت باندې هماغه هلیکوپټره پرواز کوي، مګر چون خبرې په کې رامنځته شوې او اضطراري ناسته یې وکړه نو د هغې په اړه یوه کمېسیون د امنیت شورا او دفاع وزارت له خوا ټاکل شوی او څېړنې کوي. کله چې څېړنۍ بشپړې شوې نتیجه به یې موږ له تاسو سره شریکه کړو."

وسله والو طالبانو تر اوسه د یرغمل شوېو د خوشې کېدو لپاره رسنیو ته د کومو شرطونو د ایښودو خبره نه ده کړې.