د افغانستان دفاع وزارت وایي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د افغان ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې وسله والو مخالفانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه وزارت د اپراسیون رییس محمد حبیب حصاري نن خبریالانو ته وویل چې د تیرې یوې اوونۍ عملیاتو په لړ کې په مجموعي ډول پنځه سوه اتلس وسله وال وژل شوي دي:
"په دغو عملیاتو کې په مجموعي ډول پنځه سوه اتلس وسله وال وژل شوې دي، ۱۸۸ ټپیان ، ۴۳ نیول شوي او یو درې زرغوال موټر یې تخریب شوې دي."
ښاغلي حصاري وویل چې د دعو عملیاتو پرمهال تر ډيره وسله والو ته تلفات د هېواد په ختیځ شمال ختیځو ولایتونو کې اوښتي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وایې دا مهال د هېواد په دیارلسو ولایتونو کې ۱۹ عملیاتونه روان دي.