لاکین: له پارالمپیک لوبو د روسي لوبغاړو مخنیوی سرغړونه ده

د روسيې د پارالمپک کمېټې رییس وايي، د ډوپنګ له تورونو سره اړوند په راتلونکو ريو پارالمپک سياليو کې له ګډون څخه د روسي ورزشکارانو مخنیوی له بشري حقونو څخه جدي سرغړونه ده.

د يادې کميټې ریيس ولادیمير لاکين دا خبرې نن په مسکو کې په یوه خبري غونډه کې وکړې.

لاکين ويلي ډېری روسي پارالمپي ورزشکاران په ډوپنګ مجرم نه دي پېژندل شوي او دی تيار دی ثابته کړي چې ټيم يې د ډوپنګ پر ضد ټول شرايط تر سره کړي دي.

لاکين وروسته له هغه دا خبرې کړي چې د نړيوال پارالمپک کميټې ریس فليپ کراوین پرون وويل چې د روسيې پارالمپک ورزشکاران د روسي حکومت تر لاس لاندي د يوه ناکامه سیستم برخه دي او د روسيې د پارالمپک کميټې رییس دنده يې د سپتمبر د ۷ څخه تر ۱۸ نېټې لوبو څخه وځنډوله.