ټاکل شوې ده د اذربايجان، روسيې او ايران ولسمشران به نن په باکو کې سره ويني چې د سيمه ییز امنيت او اقتصادي پروژو په اړه خبرې وکړي.
د آذربايجان د ولسمشر دفتر ويلي چې الهام عليېف، حسن روحاني او ولاديمير پوتين به پر نوې نړيواله ترانسپورتي لاره توجه کوي.
له هندوستانه تر روسيې د شمال-جنوب لاره به له سوداګرۍ سره اړوند لګښتونه کم کړي او له دې لارې سره په پرتو سيمو کې به سوداګري زياته کړي.
کريملن هم ويلي چې په دې غونډه کې به پر ترانسپورتي لاره په ځانګړې توګه د ايران او آذربايجان تر منځ د رېل د پټلۍ جوړولو په اړه خبرې وشي.
د کريملن وياند یوري اوشاکوف ويلي، سيمه یییز امنيت او د تروريزم او سخت دريځۍ پر ضد ګډه مبارزه به هم د اجنډا برخه وي.
همداراز ايرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې ايران هيله لري د دې هيواد او روسيې خپلمنځي اړيکې او سيیه ییزې همکارۍ به پرمختګ وکړي.