دفاع وزارت وايي تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۵ وسله وال وژل شوي

د ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سېمو کې د عملياتو پر مهال ۷۵ سخت دريځي وژل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ګډو تعرضي او تهاجمي عملیاتو پر مهال په ننګرهار، لغمان، کونړ، غزنی، پکتیا، پکتیکا، لوګر، کندهار، فراه، بغلان، تخار، جوزجان، کندز، بدخشان او هلمند ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې په ۲۴ ساعتونو کې ۷۵ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په اړه څه نه دي ویلي.