شمس: بلخ کې سږکال د خټکیو حاصلات زیات شوي

د بلخ ولایت د کرنې ریاست وایي چې سږکال په دغه ولایت کې د خټکیو حاصلات زیات شوي دي.

د بلخ د کرنې د ریاست آمر کاتب شمس ازادي راډيو ته وویل چې سږکال په بلخ ولایت کې د خټکیو حاصلات د تېر کال په پرتله لس تر پنځلسو فیصدو زیات شوي دي.

ښاغلی شمس وایي چې تېرکال په دغه ولایت کې په شپږ زره او اوه سوه هکتاره ځمکه کې خټکي کرل شوې وه خو سږکال په شاوخوا اته زره هکتاره ځمکه کې خټکي کرل شوي دي.

د کرنې په برخه کې د اړوندو بېلابېلو ولایتي ادارو د معلوماتو له مخې په هېواد کې سږکال د کرنیزو محصولاتو سطح لوړه شوي او صادرات یې هم د تېر کال به پرتله بهرنیو هېوادونو ته زیات شوي دي.