د کوټې انتحاري حمله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۵ ته ورسېد

د کوټې نن دوشنبې په انتحاري کې کې شاوخوا ۴۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي.

پولیس وايي دغه انتحاري حمله نن سهار د کوټې ښار په لویدیځه څنډه کې د یوه روغتون په دروازه کې شوې ده.

د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي یاده حمله غندلې او هغه یې یو تروریستي عمل بللی دی.

په بلوچستان ایالات کې یوه حکومتي ویاند رسنیو ته ویلي چې په دې اړه څېړنې پیل شوي دي.

دغه انتحاري حمله روغتون ته د بلال کاسي چې یو پيژندل شوی مدافع وکیل و تر جسد انتقالولو لږ وروسته شوې ده.

تر دا مهاله معلومه نه ده چې پر بلال کاسي حملې تر شا به د چا لاس وو.

هغه نن سهار محکمې ته د تګ پرمهال پر لار په ډزو ووژل شو.

پولیس وایي چې د پېښې اکثره قربانیان مدافع وکیلان دي چې د کاسي د جسد وړلو لپاره روغتون ته راغلي و.

تر دا مهاله ددې دواړو حملو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.