لعل: هرات کې دې په اعدام محکوم شوي کسان عادلانه محاکمه شي

د افغانستان د بشري حقونو سازمان تمه لري چې په هرات کې په اعدام محکوم شوي کسان په عادلانه توګه محاکمه شي.

د هرات ښاري محکمې پرون د غلاو او سړي تښتونې په جرم ۱۳ تنه په اعدام محکوم کړل.

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل تېره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې دغه کسان باید له ټولو قانوني حقوقو څخه برخمن وي.

ښاغلي لعل زیاته کړه:

"زموږه اندیښنه دا ده چې داسې ونه شي چې اصلي عاملین پاتې شوې وي او د ټیټې کچې یا د حشرپه شکل باندې خلکو ته د اعدام سزا اورول شوي وي."

د هرات محکمې د یوې ښځې په ګډون څلورتنه تورن د ورته جرمونو په خاطرله پنځو نه ترشلو کلونو پورې په بند محکوم کړل او یوه ته یې برائت ورکړ.

د محکوم شویونژدې خپلوانو د محکمې پرفیصلې انتقاد وکړ او هغه یې د نه منلو وبلله.

د محمد رفیع په نوم یوه مدافع وکیل د یوشمیرمحکومینو چې کولای شي د استیناف غوښتنه وکړي، محاکمه غیرعادلانه بللې ده.