زابل چارواکي: په تازه نښته کې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي

د زابل چارواکي د پولیسو او وسله والو طالبانوترمنځ په تازه نښته کې د څلورو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهي ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه د یکشنبې په ورځ تر غرمې وروسته په کاکړانو چینې سیمه کې رامنځ ته شوې.

د هغه په وینا د وسله والو له حملې وروسته نښتو کې چې څلور ساعته یې دوام وکړ نهه وسله وال او دوه پولیس ټپیان شوي دي.

طالبانو بیا په دې حمله کې د شاوخوا پنځو پولیسو د وژل کېدو ادعا کړې ده.