د امریکا پوځ د سخت دریځو وسله والو وروستۍ ادعا رد کړه

د امریکا پوځ هغه ادعا رد کړه چې ګواکې یو سرتیری یې له داعش سره تړلو وسله والو په ننګرهار کې نیولی دی.

د شنبې په ورځ سخت دریځو وسله والو ځیني تصویرونه خپاره کړل چې په کې دوی د داسې امریکایي وسلو او مهماتو د نیول کېدو ادعا کوي چې افغان ځواکونه یې په اوس وخت کې نه کاروي.

په خپرو شوېو تصویرونو کې د ریان لارسن Ryan Larson په نوم د یوه امریکایي سرتېري د هویت کارټ هم ښودل شوی.

په کابل کې د امریکایي ځواکونو ویاند ران فلیسویګ Ron Flesvig په یوه خبرپاڼه کې چې ګارډین ورځپاڼې ته یې استولې ویلي چې ریان لارسن په خپل جزوتام کې په دنده بوخت دی او زیاتوي د هغه پر جزو تام وسله والو حمله کړې وه چې په نتیجه کې یې یو شمېر وسلې او مهمات او د پیژندنې کارټ ورڅخه پاتې شوي و.

د امریکایي ځانګړو عملیاتو ځواکونه له یوې مودې راهیسې په ننګرهار کې د افغان امنیتي ځواکونو ترڅنګ د هغو وسله والو په وړاندې چې وایي، اسلامي دولت ډلې ته یې بیعت کړی، عملیات مخ ته وړي.

په جولای میاشت کې امریکایي قومندانانو په دغو عملیاتو کې د خپلو پنځو سرتېرو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.