د مقدونيا حکومت د سخت توپان په نتيجه کې د ولاړ شوي سېلاب له کبله په پلازمېنه سکوپيه کې اضطراري حالت اعلان کړ.
د دغو سېلابونو له کبله لږ تر لږه ٢٠ کسان مړه شوي او په سلګونو نور ټپيان شوي دي.
د سکوپيه ښاروال ويلي چې په پلازمېنه کې د سېلاب له کبله پېښه شوې ويجاړې بې سارې ده.
د سخت باد له کبله د پلازمېنې اړوندې سيمې ځپل شوي او د ښار حلقوي سړک هم ويجاړ شوى دى.
تر اوسه له سېلاب ځپلو سيمو تر زرو زيات کسان ايستل شوي دي.