د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ په حسين خېلو سيمو کې نن سهار وختي چاودنه شوې ده.
چارواکي وايي، دا د ماين چاودنه وه چې د ملي اردو موټر ورباندې برابر شوى دى.
کابل امنيه قوماندان عبدالرحمن رحيمي ازادي راډيو ته وويل چې په دې چاودنه کې يو عام وګړى وژل شوى، د ملي اردو يو سرتېرى او دوه نور ملکيان ټپيان شوي دي.