د لوګر مرکز پل علم کې دوه وسله وال حمله کوونکي ووژل شول

نن د یکشنبې په ورځ ماسپښین درې نیمې بجې د لوګر په مرکز پل علم کې د افغان ځواکونو لخوا دوه وسله وال بریدګر تر پېژندلو وروسته ووژل شول.

د لوګر د امنیه قوماندانی د امنیت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحیمزي د یادې پېښې په اړه ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې د ملي امنیت یو کارمند هم وژل شوی او څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د لوګر د امنیت امر زیاته کړه، بریدګر د ملي امنیت د منسوبینو لخوا پېژندل شوي و او کله چې نښته وشوه، نو د دواړو بریدګرو سربیره د ملي امنیت یو کارمند هم ووژل شو او څلور ملکي وګړي چې د پېښې په ځای کې موجود و ټپیان شول:

"نن د دریو بجو په خواوشا کې د سولې او امنیت دښمنانو دوه تنه تروریستان زموږ د ملي امنیت د منسوبینو لخوا نه پېژندل شوي و، همزمان يې په هغوی باندې انداخت وکړ چې په نتیجه کې د ملي امنیت یو تن کارمند په شهادت ورسیده، همدارنګه څلور تنه ملکي وګړي زخمیان شول، خوشبختانه چې زموږ د ويښو امنیتي ځواکونو لخوا دواړه ترویستان له بینه ولاړل، د دوی نه دوه میله تفنګچې څه لاسي بمونه او نور توکي د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي."

د لوګر د امنیت وړاندې وویل، که چېرې بریدګر ژر نه وای پيژندل شوي، نو ممکن د لوګر په مرکز کې د وسله والو له لوري ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وای.

د پېښې یو تن عیني شاهد د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې دواړه بریدګر په موټرسایکل سواره و، بې غږه تفنګچې ورسره وې، د پل علم ښار په ښاروالۍ څلور لاري کې يې پر یو عسکر ډزې وکړې چې عسکر ځای پر ځای ووژل شو.

وروسته نور سرتېرې متوجه شول او دواړه وسله وال بریدګر يې ووژل او ځني ملکي وګړي هم په کې ټپیان شول.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده تېره شپه د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ په یو شمېر امنیتي پوستو هم وسله وال بریدونه شوي وچې د لوګر د چارواکو په وینا شلو وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده، د یادو بریدونو په اړه هم کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.