د مقدونيا په پلازمېنه سکوپيه کې د تېرې شپې له توپان وروسته د ولاړ شوي سېلاب له کبله ١٥ کسان مړه شوي او د نورو کسانو د موندنې او ژغورنې لپاره پلټنه روانه ده.
د مقدونيا دولتي اژانس ميا په حواله، پوليسو نن د ١٥ کسانو د مړينې خبر ورکړ او ويل شوي چې ٦ کسان لا هم ورک دي.
د سکوپيه ښاروال وويل چې دا يوه داسې غميزه وه چې تر اوسه مو نه وه تجربه کړې.
ځايي رسنيو راپور ورکړى چې پلازمېنه سکوپيه او شا و خوا سيمې يې د هغه شديد باد له کبله زيانمنې شوي چې سرعت يې په يوه ساعت کې څه باندې ٧٠ کيلومتره و.
دغه توپان د ښار حلقوي سړک هم زيانمن کړى دى.