کمین زداه: د هېواد ۵ زونونو کې ۱۳۰۰ تولیدي فابریکې سقوط شوي

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه وايي چې د افغانستان د ۵ زونونو په صنعتي پارکونو کې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې ۱۳۰۰ تولیدي کارخونو سقوط کړي دی.

د صنعتکارانو د ټولنې مشر شیرباز کمین زاده نن ازادي راډیو ته وویل چې اوسمهال د هېواد په کچه شاوخوا ۲۳۰۰ کارخانې فعالیت کوي.

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې پر صنعتکارانو ۲۵ سلنه د برېښنا بیل او د مالیې لوړوالی د تولیدي کارخانو د فعالیت پر وړاندې لویې ستونزې دي.