کریمي: د کندز امام صاحب ولسوالۍ کې ۴۰ مخالفین وژل شوي

په کندز ولایت کې د پامير د شلمې فرقې چارواکي وايي چې درې ورځي کېږې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ جګړه جریان لري چې په پایلې کې ۶۰ تنو وسله والو طالبانو په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پامير د شلمې فرقې ویاند ډګرمن غلام حضرت کریمي ازادي راډيو ته وویل چې په دې جګړه کې ۴۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰ تنه یې ټپیان شوي دي.

ښاغلی کریمي زیاتوي چې د امام صاحب ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوال اسدالله مظلوم یار ټپې شوي دی او مرستيال مصطفی وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې په دې جګړه کې د افغان ځواکونو دوتنه منسوبین وژل شوي دي او ۴ تنه یې ټپیان شوي دي، خو ملکي وګړو ته کوم زیان نه دې رسېدلي.

په همدې حال کې ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي وايي چې دوی د امام صاحب ولسوالۍ مرکز ته نږدې یوشمېر سیمې او یوه پوځې قرارګاه یې هم نیولي دي او ادعا کوي چې دوی په دې جګړه د افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.