یو پلاوی غور کې د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي څېړنه کوي

د غور سیمه ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د څېړولو په هدف د حقیقت موندنې یو پلاوی له کابله ورغلی دی.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي چې د حقیقت موندنې دغه پلاوی به په غور کې د زهرا د سوځېدنې، د غزیز ګل د وژلو او یوه بوډا سړي ته د شپږ کلنې غریب ګل په نوم د انجلې د نکاح کېدو د موضوعاتو ترڅنګ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نور موضوعات هم وڅېړي.

په غور کې د ښځو پر وړاندې د حقیقت موندنې پلاوي مشري د ښځو چارو وزارت معینه سپوږمي وردګ کوي او دعدلې وزارت، کورنیو چارو وزارت، د لویې څارنوالۍ او ملګرو ملتونو استازي یې هم په ترکیب کې شامل دي.