جاپان د چين د جنوبي سمندرګي په لانجمنو اوبو کې د پيکينګ له خوا د رادار تجهيزاتو د ځاى پر ځاى کولو له کبله چين ته رسمي اعتراض وړاندې کړى دى.
د جاپان د بهرنيو چارو وزارت نن وويل، بېره لري چې چين ښايي له دغه رادار څخه په استفادې هلته د ګازو د صنعت له تاسيساتو د پوځي اهدافو لپاره استفاده وکړي.
د جاپان په اعتراض کې له پيکينګ نه غوښتنه شوې چې د رادار وسايلو د فعاليت په اړه وضاحت ورکړي، جاپان دغه سيسټم په جون مياشت کې کشف کړ.
په سيمه کې له څو مياشتو کړکېچ اوج ته رسېدلى دى، چين د ګاونډيو هېوادنو له انتقادونو سره- سره د دغو سيمو د مالکيت دعوا پورته کړې ده.
تېره مياشت په هالنډ کې يوې محکمې د چين د جنوبي سمندرګي پر لانجمنو ساحو د پيکينګ د مالکيت پراخه دعوا رد کړه.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د چين هوايي ځواک د چين د جنوبي سمندرګي په لانجمنه سيمه کې جنګي ګزمه وکړه، دغه راز د چين د ساحلي ساتونکو شپږ کښتۍ، په سيمه کې د کب نيونې د شا و خوا ٢٠٠ کښتيو د ډلې په بدرګه وتلي وو.