افغانستان او ایران د تروریزم په وړاندې مبارزې موافقه کړې

ایران او افغانستان پریکړه کړې چې د ټولو هغو عواملو د له منځه وړلو لپاره به ګډې هڅې کوي چې د دواړو هېوادونو ملي امنیت ته یې ګواښ پېښ کړی دی.

دا پریکړه د شنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف تر منځ لیدنه کې شوې ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوې خبر پاڼې کې ویلي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په دې لیدنه کې همدارنګه پریکړه وکړه چې دواړه هېوادونه به د ټولو هغو مشترکاتو پر زیاتولو کار کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ ضد جګړه او اقتصادي ودې لپاره د پالیسیو او تګلارو په کچه نژدېوالی رامنځته کوي.

حنیف اتمر چې په ایران کې دی تر دې مخکې یې د ایران د ملي امنیت د شورا له رییس علي شمخاني سره همخبرې کړې وې.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا خبر پاڼه وايي، له ایراني چارواکو سره په لیدنو کې د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د ترهګرۍ ضد جګړه او نشه یي توکو مخنیوي کې د همکاریو پر زیاتولو سربیره د افغانستان ایران ګډې پولې په اوږدو کې د امنیت د ټینګښت لپاره پر شریکو هڅو هم خبرې شوې.

ټاکل شوې ده چې نن یکشنبې به حنیف اتمر د ایران د کورنیو چارو له وزیر سره هم په دوه اړخیزو مسلو خبرې وکړي.