سوري یاغیانو د حلب ښار محاصره ماته کړې

د سوریې د رژیم مخالف وسله وال وايي، د حکومتي ځواکونو له خوا یې د حلب ښار محاصره ماته کړې ده.

دوی وايي، حکومتي ځواکونو چې د روسیې ملاتړ ورسره دی، له څو ورځې جګړې وروسته اوس دفاعي حالت خپل کړی دی.

ملي شورا چې په کې د بشارلاسد د رژیم مخالف وسله وال راټول شوي او مرکز یې په استانبول کې دی وايي، د حلب ښار ته له جنوب لویدیځ څخه د یوې لارې په غزولو توانیدلي چې ددې ښار محاصره ماته کړي.

د بشار الاسد د رژیم مخالفو ډلو او اسلامپالو وسله والو له یوې اونۍ راهیسې د حلب د ښار د محاصرې د ماتولو لپاره سخته جګړه پیل کړې وه.

ددې ښار په ختیځو څنډو کې د ۲۵۰ زرو په شااوخوا کې ولسي خلک ایسار پاتې دي.

د احرار الشام په نوم یوې اسلامپالې وسله والې ډلې ویلي چې د حلب ښار په جنوب لویدیځه څنډه کې د راموسه سیمې په نیولې توانیدلي چې دې ښار ته یوه لاره پرانیزي.

خو د سوریې دولتي تلویزون پرون د ورځې په پای کې وویل چې حکومتي ځواکونو د حلب په جنوب کې په یوې پوځې اډه کې څو حاکمې سیمې چې د یاغیانو په لاس کې و بیرته نیولې دي.

ویل کیږي په داسې حال کې چې په سیمه بمبارۍ او سخته جګړه روانه ده، که چیرې کومه لاره هم پرانیستل شوي وي ښايي د ملکي خلکو د تګ راتګ لپاره خوندي ونه اوسي.