بلجیم کې یوه سړي ۲ ښځې او یو پولیس په چاړه ټپيان کړي

د بلجیم چارواکي وايي یو بریدګر چې یو لویه چاړه ورسره وه او د الله اکبر نارې یې وهلې د شنبې په ورځ دغلته دوه ښځینه پولیسې ټپیانې کړي دي.

له دې ښځو څخه یوه یې پر مخ ژوره ټپي شوې چې په روغتون کې بستر شوې ده.

د بلیجیم صدراعظم چارلز میشیل دا برید غندلی او ویلي یې دي لومړنۍ نښې نښانې ښيي چې دا یو تروریستي برید و.

د "بېلګه" خبري اژانس راپور ورکړی چې برید کونکی د دریم پولیس پر ډزو وژل شوی دی.

د اروپا ځینې هېوادونه په دې وروستیو کې د چړې او ټوپک په وسیله د یو شمېر بریدونو شاهد وو چې د چارواکو په وینا ځینې د تروریستي انګیزو له مخې شوې دي.