پاکستان وايي یو امریکايي چې نوم یې تور لیست کې و نیولی

د پاکستان چارواکي وايي یو امریکايي چې څو کاله مخکې له دې هېواده ایستل شوی او په تور لیست کې شامل و، بېرته پاکستان ته په ستنېدو نیول شوی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویاند سرفراز حسین پرون وویل، پولیسو د ماټیو کریګ باریټ په نوم دا امریکايي په اسلام اباد کې په یو مېلمستون کې نیولی دی.

دا ۳۳ کلن سړی څلور کاله مخکې وروسته له هغې چې د فتح جنګ په سیمه کې د پاکستان د پوځ د پټو تحقیقاتي تاسیساتو نژدې ولیدل شو، له دې هېواده و ایستل شو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د ښاغلي باریټ د پخوانۍ نیونې په اړه څه ونه ویل، خو ویې ویل که څوک په تور لیست کې شامل وي، نو ښايي جدي سبب ولري.

ښاغلي باریټ مخکې له دې چې له پاکستان څخه و ایستل شي په دې هېواد کېڅلور کاله ژوند کړی و، نوموړي له یوې پاکستانۍ ښځې سره واده کړی او دوه ماشومان لري.

نوموړې په یو لیک کې چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې یې له زندان څخه د ګارډین ورځپاڼې ته استولی د جاسوسۍ تور په کلکه رد کړی و.

نوموړې هغه مهال ویلي و چې د اسلام اباد او امریکا په اړیکو کې د راغلې ترینګلتیا قربانی دی.